ننګرهار کښې د اورلګیدنې په پیښه کښې لسوتنو ته مرګ ژوبله واوښته
د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې د اور لګېدنې له امله د مرګ ژوبلې خبر ورکړ
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې اورلګیدنه غرمه مهال د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کی د تیلو او ګېسو په پمپ کی رامنځته شوه. دننګرهار دوالی ویاند عطاالله خوږیاڼی وایی کله چی د پمپ یو کارکوونکی غوښتل د سپرلیو د یو موټر په ټېنکۍ کی ګېس واچوي چی ناڅاپه اورلګیدنه رامنځته شوه. هغه وویل سره له دې چی د اوروژنی وسائل او کارکوونکی په وخت دپیښې ځاے ته ورورسیدل او اور یی مړ کړ خو د درنو مالی زیانونو تر څنګ دوه تنه مړۀ او اته تنه نور ژوبل شول.
دجلال اباد د مرکزی روغتون د مطبوعاتو مسول ډاکټر ظاهر عادل وایی د ژوبلو کسانو روغتیایی حالت نازک دے او ښایی د مړو شمیره لوړه شي..دتیلو او ګېسو دا پمپ د ښار په یو ښه موقعیت کښی دے او د مشرانو د جرګې په یو غړي پورې اړه لري خواوشادوه میاشتی وړاندې نا څرګندو وسله والو دمشرانو جرګې د دغه غړي ورور چې د دې پمپ مسولیت یې لره خپل کور ته په لار له خپلو دری ساتونکو سره په ډزو وواژۀ