افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90324-افغانستان_کښې_په_کرونا_د_ککړو_کسانو_شمیر_زیات_شوی
د افغانستان روغتیا وزارت وویل چې په دغه هیواد کښې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمیر ۱۱ زره او ۱۷۳ کسانو ته رسیدلې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 03:03 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر زیات شوی

د افغانستان روغتیا وزارت وویل چې په دغه هیواد کښې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمیر ۱۱ زره او ۱۷۳ کسانو ته رسیدلې دی.

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې په کورونا باندې د ۵۹۱ نویو کسانو د ککړیدو خبر ورکړ چې ورسره په دغه هیواد کښې د کرونا د ناروغانو ټول شمیر ۱۱ زره او ۱۷۳ تنو ته رسیدلې دی.

په تیر شواروز کښې هم داشان په هرات ولایت کښې یو تن د کرونا له امله وفات شوی چې اوس په ټول افغانستان کښې د کورونا له امله د مړو شمیر ۲۱۹ ته ورسید.

د افغانستان روغتیا وزارت هم داشان ویلي چې په هیواد کښې د کرونا ۱ زر او ۱۰۰ ناروغان هم ښه شوې دي.

په عین حال کښې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په کرونا وایرس د خپلې ککړتیا په تاییدولو سره له خلکو وغوښتل چې دغه ناروغي جدي واخلي.