د افغانستان روغتیا وزارت:
که سپارښتنو ته پام ونه شي نو کرونا به ډیر خلک ووژني
وحید مجروح وايي، د دې بهیر د دوام په بڼه کښې به په کرونا د ککړیدو له امله د زرګونو ښاریزو د وژل کیدو کتونکي ووسو.
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال روغتیايي او طبي سپارښتنو ته د خلکو له بې پامۍ د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: د دې بهیر د دوام په بڼه کښې به په کرونا د ککړیدو له امله د زرګونو ښاریزو د وژل کیدو کتونکي ووسو.
وحید مجروح پرون زیاته کړه: روغتیايي او صحي سپارښتنو ته د خلکو د بې پامۍ په وجه اوس کرونا د افغانستان په مختلفو سیمو کښې پراخه شوې او زرګونه کسان د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
هغه د افغانستان ولس ته په خطاب کښې وویل: بله لاره نه لرئ، یا په کورونو کښې پاتې شئ او یا دا چې د ناروغۍ له امله روغتونونو ته لاړ شئ چې که داسې وشي نو ټولو نفوسو ۵ فیصده به سرونه وخوري.
د افغانستان د روغتیا وزارت د پرونیو احصائیو له مخې ۱۳ زره او ۶۵۹ کسان تر دې دمه په کرونا ناروغۍ اخته شوې دي چې ورڅخه ۲۴۶ کسان وفات شوي دي.