په افغانستان اوپاکستان کې د کورونا ناروغانو شمیر نورهم زیات شو
همداراز په پاکستان کې هم اته شپیته زره پینځه سوه څلور څلویښت کسان په کرونا اخته شویدي . په پاکستان کې د کرونا له امله تراوسه ۱۴۴۷ کسان مړه شوی دی . په دغه هیواد کې څه د پاسه ۲۵ زره کسان هم ښه شوی دي .
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یې په هېواد کې د کورونا ۱۱۱۲ مشکوکې پېښې څېړلې دي چې له دې جملې ۶۸۰ پېښې مثبتې وې.
د وزارت مرستیال وحید مجروح په یوخبري کنفرانس کې وویل، په دې سره ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۵۲۰۵ ته ورسېدې.
نوموړی وايي، تېره ورځ هم تر ټولو زیاتې ۳۷۱ پېښې په کابل، ۱۱۱ پېښې په هرات، ۷۵ پېښې په بلخ، ۳۳ پېښې په سمنګان، ۲۲ پېښې په تخار او ۲۱ پېښې په ننګرهار کې ثبت شوې دي.
ښاغلی مجروح زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه ۸ کسان مړه شوي او ۲۴ نور روغ کورونو ته تللي دي.
همداراز په پاکستان کې هم اته شپیته زره پینځه سوه څلور څلویښت کسان په کرونا اخته شویدي . په پاکستان کې د کرونا له امله تراوسه ۱۴۴۷ کسان مړه شوی دی . په دغه هیواد کې څه د پاسه ۲۵ زره کسان هم ښه شوی دي .
تر اوسه د کورونا په ویروس ټوله نړۍ کې له ۶ میلیونو زیات وګړي اخته شوي او څه د پاسه ۳۶۹ زره هم مړه شوي دي.