هسپانوي پوځیان له افغانستان او عراقه وځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90491-هسپانوي_پوځیان_له_افغانستان_او_عراقه_وځي
د هسپانیا دفاع وزارت د افغانستاني او عراقي ځواکونو په روزنه کښې د خپل ماموریت د پاې په اعلانولو سره له دغو دواړو هیوادونو څخه د خپلو پوځیانو د ستنولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2020 03:10 Asia/Kabul
  • هسپانوي پوځیان له افغانستان او عراقه وځي

د هسپانیا دفاع وزارت د افغانستاني او عراقي ځواکونو په روزنه کښې د خپل ماموریت د پاې په اعلانولو سره له دغو دواړو هیوادونو څخه د خپلو پوځیانو د ستنولو خبر ورکړ.

د هسپانیا دفاع وزارت پرون وویل چې د جولایۍ میاشتې تر پاې پورې به خپل وروستي پوځيان د عراق په بسمایا کښې له (ګرن کیټن) نومې سټراټیجکې اډې څخه هیواد ته ستانه کړي.

د ویلو ده چې د کرونا وایرس له خپریدو تر مخکښې پورې په دغه اډه کښې ۳۵۰ هسپانوي پوځیان دیره وو.

له بسمایا اډې د دغو پوځیانو په وتلو سره به په عراق کښې د هسپانیا د ځمکني ځواک ۸۰ عسکر پاتې شي چې د بغداد په دیرش کیلومیټرۍ کښې په تاجي نومې قرارګاه کښې دیره دي

دغه پوځي ارګان هم داشان د روان ۲۰۲۰ کال تر پاې یا د ۲۰۲۱ کال تر وړومبیو پورې له افغانستان څخه هم د وروستیو هسپانوي پوځیانو د ایستلو خبر ورکړ.

په افغانستان کښې د ناټو د ماموریت په لړ کښې د هسپانیايي پوځیانو د شتون هم تقریباً ۱۹ کاله پوره کیږي.