د کورونا له کبله افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90499-د_کورونا_له_کبله_افغانستان_له_بشري_ناورین_سره_مخامخ_دی
نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته په میلیونونو افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کوروناویروس د وبا د اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2020 08:57 Asia/Kabul
  • د کورونا له کبله افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی

نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته په میلیونونو افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کوروناویروس د وبا د اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم سور صلیب وایي، په افغانستان کې د کوروناویروس ډېر چټک خپریږي او کیدلې شی  دا هیواد له بشري ناورین سره مخامخ شي.

سور صلیب ویلي دي چې د مۍ په میاشت کې په افغانستان کې د کورونا ویروس پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي او افغانستان د کوروناویروس د نمونو د ټست لږه وړتیا لري او دا پدې معنی ده چې زیات خلک د معاینې او تشخیص نه پاتې کیږي.

نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته په میلیونونو افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کوروناویروس د وبا د اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.

ددغه سازمان په وینا دې کار افغانستان د بشري ناورین سرحد ته نژدې کړی دی.