افغانستان ته د ایران صادرات زیات شوي دي
زمونږ خبریال وايي افغانستان ته د ایران صادرات په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې د تیر کال په پرتله د وزن له پلوه په څه دپاسه یومیلیون او اوه شپیته زره ټنه شیانو په زیاتیدا سره درې نیمه فیصده او د ارزښت له پلوه یې یودیرش (۳۱) فیصده وده کړي ده .
د ایران د ګمرک ادارې ویاند روح الله لطیفي پرون په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې افغانستان ته د ایران د صادراتي شیانو په هکله وویل د ایران په سترو صادراتي شیانو کښې میوې ، سبزیانې ، خوراکي مواد ، صنعتي او د ودانیو د جوړولو شیان شامل دي .
هغه زیاته کړه د صابون د جوړولو لومړي مواد، ډول ډول بسکټ او ویفرز ، مالټې ، خرما، کیوي ، لوبیا ، ژوندي چرګان ، الیاف ، د کورونو د جوړولو شیان ، د وسپنې ورقونه ، د الومینیوم محصولات، وچې سبزیانې ، پسته ، الوګان، تور بانجان ، منجمد چرګان ، د شیشو لوخي او د یوې ورځې چیچکان په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې افغانستان ته د ایران ترټولو مهم صادر شوي محصولات وو .
د ایران د ګمرک ادارې ویاند روح الله لطیفي دغه راز په تجارتي راکړو ورکړو کښې د روغتیا چارو د اجرا ضرورت ته په اشارې سره وویل افغانستان په هغو هیوادونو کښې شامل دی چې د روغتیا چارو په اجرا کولو سره یې د سرحدونو د تړلو پرځاې خپل تجارت او د اړتیا وړ شیان تامین کړي دي .