د کابل وزیر اکبر خان جومات خطیب شهید شو
پرون د پلازمېنې کابل د وزیر اکبر خان سیمې په یوه جومات کې دننه چاودنه شوې وه، چې د دغه جامع جومات خطیب پکې ژوبل شوی و خو د ژور زخمونو له کبله نن شهید شو.
له دې مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزرات ویاند طارق ارین وویل، د جومات د اودس ځای کې ځای پر ځای شوي باروت چاودلي، چې له کبله د خطیب ایاز نیازي په ګډون درې کسان پکې ټپیان شوي و.
د دغې چاودنې غږ په شاوخوا سیمه کې اوریدل شوی.
خطیب محمد ایاز نیازي د طالبانو سخت خلاف و.
د افغانستان حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني هغه مهال وویل: په روغتون کې د محمد ایاز نیازي درملنه روانه ده، خو وروسته ښاغلي ارین پر خواله رسنیو اعلان وکړ، چې نوموړي ساه ورکړه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''ولسمشر محمد اشرف غني د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشر ضد جنایت دی. ''