اشرف غني ۳ نوماند وزیران په رسمي توګه معرفي کړل
افغان ولسمشر محمودکرزی د ښارجوړونې او مځکو وزارت ته، ډاکتر محمدجواد عثماني د عامې روغتیا وزارت ته او حسینه صافۍ د ښځو چارو وزارت ته او اجمل احمدي د افغانستان بانک ریاست ته رسماً نوماندان معرفي کړل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د ښارجوړونې او مځکو، عامې روغتیا او د ښځو چارو وزارتونو سرپرستان او نوماندان معرفي کړل.
افغان ولسمشر محمودکرزی د ښارجوړونې او مځکو وزارت ته، ډاکتر محمدجواد عثماني د عامې روغتیا وزارت ته او حسینه صافۍ د ښځو چارو وزارت ته او اجمل احمدي د افغانستان بانک ریاست ته رسماً نوماندان معرفي کړل.
دوی به تر هغو چې ولسي جرګه د اعتمادرایه ورکوي د سرپرستانو په توګه دندې ترسره کوي.
څرګنده نه ده چې ولسي جرګې ته به نوي نومول شوي وزیران کله معرفي شي او دا جرګه به کله کاندید وزیرانو پروګرامونه واوري.