طالبانودافغان حکومت ۲۲ نور بندیان خوشي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90712-طالبانودافغان_حکومت_۲۲_نور_بندیان_خوشي_کړل
دغه ۲۲ کسان افغان عسکر دي چی د افغانستان په دریو ولایتونو کې خوشي شوی دي . په دې اړه نورو جزیاتو ته اشاره نده شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2020 01:46 Asia/Kabul
  • طالبانودافغان حکومت  ۲۲ نور بندیان خوشي کړل

دغه ۲۲ کسان افغان عسکر دي چی د افغانستان په دریو ولایتونو کې خوشي شوی دي . په دې اړه نورو جزیاتو ته اشاره نده شوی .

زمونږ خبریال ر اپور راکوی دغه ۲۲ کسان افغان عسکر دي چی د افغانستان په دریو ولایتونو کې خوشي شوی دي . په دې اړه نورو جزیاتو ته اشاره نده شوی .

په همدی زمینه کی افغان ولسمشر غني هم ویلی دی ، ډېر زر به ۲۰۰۰ نور طالب بنديان له بند څخه خلاص شي او د افغانستان جګړه ګټوونکی او بایلونکی نه لري.

د افغان سرچينو له مخې افغان ولسمشر اشرف غني د اتلانتیک شورا ویډیويي کنفرانس کې د افغانستان سولې زمینې پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د سولې پرمختګ په باره کښې یې خوښي څرګنده کړې ده.

هغه وويل، چې د افغانستان جګړه کټوونکی او بایلوونکی نه لري خو د افغانستان امنیتي ځواکونه بیا د دښمن سره د مبارزې وړتیا لري.

نوموړی وایي حکومت په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره ژمن دی نوموړي وویل د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او د یادې ډلې د بندیانو د خوشې کولو بهیر څیړي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهين هم ویلي دي چې پنځه زره طالب زندانیانو خوشې کېدو په صورت کې بین الافغاني خبرو پيلېدو ته چمتو دے او ویلي یې دي چې طالبان هم د زر تنه افغان حکومت زندانیانو خوشې کېدو ته ژمن دي.

افغانستان حکومت تر دا مهاله نزدې درې زره طالب بندیان له بند څخه خوشي کړې دي او طالبانو هم څه باندې څلور سوه حکومتي بندیان خوشي کړې دي.