طالبانو د افغانستان په تخار ولایت کې یو دیني عالم وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90713-طالبانو_د_افغانستان_په_تخار_ولایت_کې_یو_دیني_عالم_وژلی_دی
د افغانستان د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یو تن دیني عالم وژلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2020 08:05 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان په تخار ولایت کې یو دیني عالم وژلی دی

د افغانستان د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یو تن دیني عالم وژلی دی.

وژل شوی دیني عالم مولوي عین الله خلیاني نومیږي ،نوموړي دیني عالم په هېواد کې روانه جګړه ناروا بلله او د افغان ځواکونو ملاتړ یې کاوه.
د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبان د سولې هوکړه لیک خلاف عمل کوي او په هېواد کې هغه دیني عالمان هدف ګرځوي،چې ملي ګټو ته ژمن وي.
د یادونې وړ ده،چې تیره ورځ کابل کې هم طالبانو یو تن دیني عالم د جمعې لمانځه پرمهال وژلی او څو تنه لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.