د افغانستان په هرات کې میرمنو د سولې او اوربند غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90714-د_افغانستان_په_هرات_کې_میرمنو_د_سولې_او_اوربند_غوښتنه_کړې
مونږ په هېواد کې تکړه او پیاوړې میرمنې لرو،چې کولای شي د میرمنو ښه استازولي وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2020 08:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان په هرات کې میرمنو د سولې او اوربند غوښتنه کړې

مونږ په هېواد کې تکړه او پیاوړې میرمنې لرو،چې کولای شي د میرمنو ښه استازولي وکړي.

د افغانستان په هرات ولایت کې سلګونو میرمنو د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتنه کړې او د جګړې له ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول له طالبانو څخه یې غوښتي دي،چې د سولې په ملي پروسه کې د میرمنو ته ونډه ورکړي او د دوی لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.

دوی زیاتوي،مونږ په هېواد کې تکړه او پیاوړې میرمنې لرو،چې کولای شي د میرمنو ښه استازولي وکړي.

د یادونې وړ ده،چې په دې ورستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د سولې په ملاتړ غونډې جوړیږي او له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کوي.