د افغانستان په وروستيو نښتو او حملو کښې مرګ ژوبلې رامنځته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90752-د_افغانستان_په_وروستيو_نښتو_او_حملو_کښې_مرګ_ژوبلې_رامنځته_شوې
د افغانستان په وروستيو حملو او نښتو کښې لږ تر لږه شپاړس تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2020 01:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان په وروستيو نښتو او حملو کښې مرګ ژوبلې رامنځته شوې

د افغانستان په وروستيو حملو او نښتو کښې لږ تر لږه شپاړس تنه ووژل شول.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې اته تنه طالب ځواکونه د پکتيکا ولايت په زيروک ولسوالۍ کښې له افغان فوځيانو سره په نښته کښې ووژل شول او د دغې ډلې شپږ تنه نور ژوبل شول.

همدارنګ د افغانستان د هرات ولايت د ګلران ولسوال وويل يو نفوذي طالب پرون د فوځيانو په پوسته کښې له هغوي څخه څلور فوځيان په ډزو سره ووژل او له هغه ځايه وتښتېد.

د ولايتي شورا غړيو هم پرون وويل، د دغه ولايت مرکز پل علم ښار په نزديو کښې د طالب او افغان ځواکونو ترمېنځ د نښتې له کبله څوارلس تنه ژوبل شول.

د بدخشان پوليسو هم د طالب ځواکونو په ډزو کښې د دغه ولايت د دوو اوسيدونکو د وژل کېدو خبر ورکړ.

همدارنګ پرون د قندوز ولايت په خان آباد ولسوالۍ کښې د طالب ډلې په حمله کښې د پوليسو يو قوماندان ووژل شو.

د فارياب ځاي چارواکو د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کښې له طالبانو سره پ نښته کښې د دوو فوځيانو د زخمي کېدو خبر ورکړ.

د يو بل خبر له مخې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق آرين پرون وويل، په وروستۍ يوه هفته کښې د افغانستان په نهويشتو ولايتونو کښې د طالب ډلې په حملو کښې څلور سوه دويشت افغان ځواکونه وژل شوي يا زخمي شوي دي.

طالبانو د وړوکي اختر په ورځو کښې د ډزبندۍ له ختمېدو وروسته د جنګ اور غرغنډه کړے دے او دغه ډله د خلقو له کورونو څخه د فوځي سنګرونو په توګه استفاده کوي.