افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونی هیواد دی
د ملګروملتو ملتو په راپور کې له افغانستانه وروسته ،سوریه او یمن هم په دوهم او دریم لمبر د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګوني هیوادونه پيژندل شوي دي .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي افغانستان پرله پسې د پنځم کال لپاره یو ځل بیا په نړۍ کې د ماشومانو لپاره دترټولو مرګوني هیواد په توګه پيژندل شوی دی .
دملګروملتو د کلني راپور په اساس ،یوازې په ۲۰۱۹ کال مې په افغانستان کې ذرې زره یو سل اته پنځوس ماشومان وژل شوي او په ټول کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي کابو درې زره پنځه څلویښت پيښې ثبت شوې دي. البته په راپور کې دا هم وئيل شوي چې زیاتره ماشومان د وسلوالو طالبانو او داعشیانو په حملو کې په نښه شوي دي خو دا هم وئیل شوي چې په افغانستان کې د جګړې ښکېلو لورو د ماشومانو حقوقو ته پام نهدی کړی او د جنګ لپارهیې هم ترې ناوړه استفاده کړې ده.
د ملګروملتو ملتو په راپور کې له افغانستانه وروسته ،سوریه او یمن هم په دوهم او دریم لمبر د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګوني هیوادونه پيژندل شوي دي .