صدیقي: د ۲ زره نورو طالبانو په خوشې کولو کې پرمختګ شوی
Jun 19, 2020 00:56 Asia/Kabul
نوموړی وايي، د طالبانو د پاتې نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه اقدامات روان دي، خو په مقابل کې یې حکومت تمه لري چې د دوی بندیان هم راخوشې کړای شي.
افغان حکومت وايي، تر اوسه ۳۰۰۰ طالب بندیان له زندانونو خوشې شوي دي او د ۲ زره نورو طالبانو د خوشې کولو په اړه پرمختګ شوی دی.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه خبریالانوته وویل، افغان حکومت غواړي د بندیانو په خوشې کېدو سره بین الافغانی مذاکرات پيل شي.
نوموړی وايي، د طالبانو د پاتې نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه اقدامات روان دي، خو په مقابل کې یې حکومت تمه لري چې د دوی بندیان هم راخوشې کړای شي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې حکومت د دغو بندیانو د خوشې کولو په مقابل کې له طالبانو د پام وړ اورکم غواړي.
ټیګونه