په افغانستان او پاکستان کې د کرونا خوریدا مخ په زیاتیدا ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90871-په_افغانستان_او_پاکستان_کې_د_کرونا_خوریدا_مخ_په_زیاتیدا_ده
دغه راز په هندوستان کې دغه وبا په خطرناک ډول په زیاتیدا دی او پرون په دغه هیواد کې کابو څوارلس زره تنه نور ککړ شوي چې ورسره تر پرون پورې په هندوستانو کې په کرونا وککړو کسانو شمیر درې لکه پنځه اتیا زرو ته رسیدلی او قربانیان ئې دولس زره اتیا تنو ته زیات شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2020 00:47 Asia/Kabul
  • په افغانستان  او پاکستان کې د کرونا خوریدا مخ په زیاتیدا ده

دغه راز په هندوستان کې دغه وبا په خطرناک ډول په زیاتیدا دی او پرون په دغه هیواد کې کابو څوارلس زره تنه نور ککړ شوي چې ورسره تر پرون پورې په هندوستانو کې په کرونا وککړو کسانو شمیر درې لکه پنځه اتیا زرو ته رسیدلی او قربانیان ئې دولس زره اتیا تنو ته زیات شوی دی

زمونږ خبریال راپور راکړ  دافغانستان  دروغتیا او هوساینې  وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په دغه هیواد کې په کرونا ویروس نور کابو درې سوه شپیته کسان ککړ شوي  چې تر پرون مازدیګر پورې په دغې ناروغۍ  دککړو کسانو شمیر اوه ویشت زره  نهه سوه پنځلس تنو ته زیات شوی دی .

 ددغه راپور په اساس  پرون  په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله څلور کسان مړه شوي دي چې  د کرونائي ناروغۍ د قربانیانو شمیر ورسره پنځه نیم سوو تنو ته زیات شوی دی .

په پاکستان کې هم کرونا ویروس په خطرناکه سویه په خپریدا دی او  په تیر ۲۴ساعت کې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس نور کابو پنځه نیم زره کسان ککړ شوي  چې تر پرون  ماسپيښین پورې په دغه هیواد کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم یو لک نهه شپیته زرو تنو ته زیات شوی او په تیرو شواروز کې  هم داراز د کرونا ناروغۍ له امله نور یو سل درې دیرش کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  چې  د ټولو قربانیانو شمیر ئې تر درو زرو تنو ته نزدې شوی دی .

Image Caption