ډاکټر عبدالله د ترکیې له سفیر سره ولیدل
Jun 22, 2020 02:54 Asia/Kabul
د ملي مصالحې عالي شورا رییس افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سره ولیدل.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبداالله پرون وروسته له غرمې افغانستان لپاره د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
یاده شورا وايي، پدې لیدنه کې دواړولورو د سولې په هڅو، د بندیانو په خوشې کېدو او د بین الافغاني خبرو په پیل بحث او خبرې وکړې.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس وویل، د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هڅې روانې دي.
د ترکیې سفیر په افغانستان کې د سولې په برخه کې د لاسته راوړنو د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې د سولې له پروسې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.
ټیګونه