افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شوې
Jun 24, 2020 11:09 Asia/Kabul
پس له درې میاشتني ځنډه افغانستان ته د نورو هیوادونو پروازونه پیل شوي دي.
افغانستان ته د نړیوالو الوتنو په پیلیدو سره نن د ترکیې د ټرکش ایرلاینز Turkish Airlines هوايي شرکت وړومبنۍ الوت په درې نیمو سوو مسافرو سره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کښیناسته.
ټاکل شوې چې د اماراتو هوايي شرکت Emirates Airlines هم له سبا څخه د دوبۍ او کابل ترمینځ خپلې الوتنې پیل کړي.
افغانستان ته او له دغه هیواده بهر ته نړیوالې الوتنې درې میاشتې مخکښې د کرونا وایرس د خپریدو او پراخیدو له امله بندې شوې وې.
دم ګړۍ په افغانستان کښې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر ۲۹ زره او ۴۸۱ تنه دی او ۶۱۸ کسان هم د دغې ناروغۍ په وجه مړه شوې دي.
ټیګونه