اشرف غني د بین الافغاني خبرواترو په پیلیدو ټینګار وکړ
د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد د مشرانو جرګې د غړو په کتنه کښې د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کښې د نښتو او ترهګرو بریدونو له دوام سره هممهاله د دغه هیواد ولسمشر محمد اشرف غني پرون د مشرانو جرګې له غړو سره په کتنه کښې وویل چې په هیواد کښې د پایداره صلحې د تامینولو لپاره پکار دي چې د طالبانو تشدد او تاوتریخوالی ختم شي.
هغه د طالب ډلې له خوا د تاؤتریخوالي له زیاتوالي د اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې د پایدارې صلحې د برابرولو په موخه باید تشدد بند شي او ډیر زر بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
ولسمشر غني په داسې حال کښې د بین الافغاني خبرواترو په پیلیدو ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د استازي په وینا، ټاکل شوې دغه خبرواترې په راتلونکې جولایۍ میاشته کښې د قطر په دوحه کښې پیل شي.
ورته مهال سي، این، این امریکايي چینل خبر ورکړی چې ټاکل شوې دغه هیواد له افغانستانه خپل نیمايي ځواکونه وباسي.