د افغانستان طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91331-د_افغانستان_طالبانو_د_بندیانو_د_خوشي_کیدا_غوښتنه_وکړه
اریانیوز خبري اژانس راپور ورکړ طالبانو د افغانستان په حکومت غږ وکړ د دغه ډلې د بندیانو د خوشي کولو د کار په ځنډولو سره د سولې بهیر نور مه ځنډوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2020 00:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا غوښتنه وکړه

اریانیوز خبري اژانس راپور ورکړ طالبانو د افغانستان په حکومت غږ وکړ د دغه ډلې د بندیانو د خوشي کولو د کار په ځنډولو سره د سولې بهیر نور مه ځنډوي .

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل دغه ډله چمتو ده د ټولو بندیانو له ازادیدا وروسته د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي .

هغه وویل د طالبانو لخوا د افغانستان د حکومت د بندیانو د ازادولو بهیر دوام لري او په چټکۍ سره مخ ته روان دی خو د دغه ډلې د بندیانو د خوشي کیدا بهیر باید ونه ځنډیږي ځکه چې د سولې بهیر هم ځنډیږي .

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په تیره دوشنبه ورځ په کابل کښې خبري کانفرنس ته ویلي وو طالبانو تراوسه د ولسمشر اشرف غني د حکومت اوه سوه (۷۰۰) او د کابل حکومت هم تراوسه کابو څلور زره(۴۰۰۰) طالبان د سولې د  خبرو اترو د زمینې د برابریدا لپاره خوشي کړي دي خو تراوسه په خبرو کښې خپل هدف نه دي رسیدلي .