د افغانستان په مختلفو سيمو کښې څو چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه
د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د ترهه ګريزو چاودنو له امله لږ تر لږه شپږ تنه ووژل شول.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د غزني ولايت چارواکو وويل، نن سحر د دغه ولايت په ده يک ولسوالۍ کښې د سړک غاړې بم چاودنې له امله د دغې ولسوالۍ د پوليسو قوماندان حبيب ا... سره د دوو محافظانو ووژل شو.
له بلې خوا نن سحر د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ د ولسوالۍ وداني د يو بم اېښودل شوي موټر د چاودنې ښکار شوه چې له امله يې درې افغان پوليس ووژل شول او شل نور هم زخمي شول.
همدارنګ نن سحر د کابل ښار په خېرخانه سيمه کښې د پوليسو يو موټر وچادۀ چې له کبله يې لږتر لږه شپږ تنه ژوبل شول.
تر اوسه چا کس يا دلې د دغو چاودنو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
په دې وروستيو هفتو کښې په افغانستان کښې د پوليسو په ګاډو او د امنيتي ځواکونو په مرکزونو او تاڼو حملې زياتې شوې دي.
طالب ډلې د قطر په دوحه کښې له امريکې سره د تش په نامه صلحې موافقه ليک له لاسليکولو نه پس د افغانستان په مختلفو سيمو خپلې حملې زياتې کړې دي.
افغان خلقو او چارواکو په ځلونو په افغانستان کښې د امريکې فوځي شتون په دغه هېواد کښې د ناامنۍ اصلي عامل وبلۀ.