افغانستان کښې یوې چاودنې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
Jul 12, 2020 01:38 Asia/Kabul
په غزني ولایت کښې د سړک غاړې د یو بم په چاودنه کښې ۶ تنه مړه او ۸ نور ژوبل شوي دي.
د غزني دوالي ویاند وحید ا... جمعه زاده وویل چې د دغه ولایت د اطرافو په جغتو ولسوالۍ کښې د افغان ملکیانو د یو ګاډي په لاره کښې د بم د چاودیدو له امله ۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه نور سخت زخمي شوي دي.
جمعه زاده د ملکي وګړو په لاره کښې د بم ښخولو پړه پرطالبانو وراړولې ده.
په دې لړ کښې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم وویل: په تیرو یوه اونۍ کښې د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کښې د طالبانو په حملو کښې ۶۸ تنه افغان ملکي وګړي مړه یا ژوبل شوي دي.
خو طالبانو پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي دي.
ټیګونه