کرزی: د جګړې دوام د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91427-کرزی_د_جګړې_دوام_د_پردیو_دسیسې_بریا_ته_رسول_دي
کرزي یو ځل بیا له ښکیلو خواو غوښتي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې نه ضایع کوي او ژر تر ژره دې د سولې لپاره چټک اقدامات تر سره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2020 10:05 Asia/Kabul
  • کرزی: د جګړې دوام د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي

کرزي یو ځل بیا له ښکیلو خواو غوښتي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې نه ضایع کوي او ژر تر ژره دې د سولې لپاره چټک اقدامات تر سره کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي: روانه جګړه په اصل کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي، او په خبره یې د جنګ ښکیلې خواوې دې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې دې خپلې ستونزې حل کړي.

دده په خبره په افغانستان کې د جګړو او نظامي عملیاتو دوام د پردیو د هغو دسیسو بریالي کول دي چې غواړي د سولې روانه پروسه ناکامه او جګړه دوامداره شي.

کرزي یو ځل بیا له ښکیلو خواو غوښتي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې نه ضایع کوي او ژر تر ژره دې د سولې لپاره چټک اقدامات تر سره کړي.

هغه په غزني او وردګو کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې غندلي، او د ملکیانو وژل یې ستر بشري جنایت بللی دی.

کرزي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو او کورنیو بنسټونو له طالبانو د جګړو د کمولو غوښتنه کړې وه.