دولسو هېوادونو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د کوربتوب وړاندیز کړی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست حنیف اتمر وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو د کوربتوب لپاره ۱۲ هېوادونو وړاندیز کړی دی.
حنیف اتمر نن کابل کې خبري غونډې ته د افغان سولې په هکله د افغان حکومت د هڅو په تړا وینا وکړه .
"د خوشالۍ ځای دی چې ۱۲ هېوادونو خپل چمتووالی ښودلی چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي، لس(10) هېوادونه د سیمې او دوه(2) د اروپا دي. "
د نوموړي په خبره، ترکیه، ایران، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دا وړاندیزونه یې کړي دي.
طالبانو هم بیا بیا ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په غیر مستقیم ډول په دې موافقه شوې ده چې د خبرو پیل به له قطر کېږي بیا به د دې خبرو نور پړاوونه په نورو هېوادونو کې ترسره کېږي.
حنیف اتمر هم خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو د پیل په هکله چې تراوسه کومه اجماع ده هغه دا ده چې د خبرو پیل له قطر وشي:
"خو دا چې په پړاویز ډول څنګه نورو هېوادونو کې دا خبرې وشي لا یې په تړاو سلام مشورې نه دي شوې".
د نوموړي په خبره، دا کوربتوب سمبولیک نه دی، بلکې هر کوربتوب سیاسي او اقتصادي ژمنې هم لري چې دا چانس باید له لاسه ور نه کړل شي.