د افغانستان حکومت له طالبانو سره سولې ته چمتو دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وویل د اشرف غني حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره خپل ښه نیت څرګند کړی دی .
محمد حنیف اتمر نن د افغانستان د سولې د بهیر په هکله په کابل کښې په خبري غونډې کښې وویل حکومت له پینځو زرو (۵۰۰۰) طالب بندیانو څخه تراوسه څلور زره او څلور سوه (۴۴۰۰) خوشي کړي دي خو د افغانستان قوانین اجازه نه ورکوي د طالبانو شپږسوه (۶۰۰) معلوم زندانیان خوشي کړي .
هغه په طالبانو غږ وکړ چې د دغو شپږ سوه (۶۰۰) طالب بندیانو پرځاې یوبل فهرست معرفي کړي او زیاته یې کړه طالبان په پلمو لټولو سره نیت لري د سولې خبرې منتفي اعلان کړي .
هغه وویل د سیمې او دنړۍ ټول هیوادونه د افغانانو ترمینځ د سمدستي خبرواترو د ترسره کیدا غوښتونکي دي او اوس د خبرو اترو د ځنډولو لپاره هیڅ پلمه نشته .
حنیف اتمر د افغانانو ترمینځ د خبرو اترو د ترسره کیدا د نیټې په هکله وویل حکومت د خبرو اترو د پیلولو لپاره طالبانو ته معلومه نیټه اعلان کړي ده خو هغوې دغه غوښتنې ته له پام کولو پرته یوازې د خپلو پینځو زرو (۵۰۰۰) بندیانو په خوشي کولو ټینګار کوي .
د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د سیمې او د نړۍ دولسو (۱۲) هیوادونو د افغانانو د سولې د خبرواترو د کوربه توب لپاره چمتو والی اعلان کړی خو ټینګار شوی دی د خبرو اترو لومړۍ پړاو په قطر کښې وشي .