د افغانستان حکومت له طالبانو سره سولې ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91529-د_افغانستان_حکومت_له_طالبانو_سره_سولې_ته_چمتو_دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وویل د اشرف غني حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره خپل ښه نیت څرګند کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2020 10:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت له طالبانو سره سولې ته چمتو دی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وویل د اشرف غني حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره خپل ښه نیت څرګند کړی دی .

محمد حنیف اتمر نن د افغانستان د سولې د بهیر په هکله په کابل کښې په خبري غونډې کښې وویل حکومت له پینځو زرو (۵۰۰۰) طالب بندیانو  څخه تراوسه څلور زره او څلور سوه (۴۴۰۰) خوشي کړي دي خو د افغانستان قوانین اجازه نه ورکوي د طالبانو شپږسوه (۶۰۰) معلوم زندانیان خوشي کړي .

هغه په طالبانو غږ وکړ چې د دغو شپږ سوه (۶۰۰) طالب بندیانو پرځاې یوبل فهرست معرفي کړي او زیاته یې کړه   طالبان په پلمو لټولو سره نیت لري د سولې خبرې منتفي اعلان کړي .

هغه وویل د سیمې او دنړۍ ټول هیوادونه د افغانانو ترمینځ د سمدستي خبرواترو د ترسره کیدا غوښتونکي دي او اوس د خبرو اترو د ځنډولو لپاره هیڅ پلمه نشته .

حنیف اتمر د افغانانو ترمینځ د خبرو اترو د ترسره کیدا د نیټې په هکله وویل حکومت د خبرو اترو د پیلولو لپاره طالبانو ته معلومه نیټه اعلان کړي ده خو هغوې دغه غوښتنې ته له پام کولو پرته یوازې د خپلو پینځو زرو (۵۰۰۰) بندیانو په خوشي کولو ټینګار کوي .

د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د سیمې او  د نړۍ دولسو (۱۲) هیوادونو د افغانانو د سولې د خبرواترو د کوربه توب لپاره چمتو والی اعلان کړی خو ټینګار شوی دی د خبرو اترو لومړۍ پړاو په قطر کښې وشي .