د امریکا او افغانستان چارواکي د بین الافغانی خبرو هرکلی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91550-د_امریکا_او_افغانستان_چارواکي_د_بین_الافغانی_خبرو_هرکلی_کوي
افغان ولس تمه درلوده چې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ په قطر کې د سولې دموافقې له لاسلیک کیدو وروسته به په دغه هیواد کې سوله او کراري ټینګ شي ،خو نه یوازې دا کار نه دی شوی ،بلکې په دغه هیواد کې د وینو بهیدا نوره هم پسې زیاته شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2020 00:20 Asia/Kabul
  • د امریکا او افغانستان چارواکي د بین الافغانی خبرو هرکلی کوي

افغان ولس تمه درلوده چې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ په قطر کې د سولې دموافقې له لاسلیک کیدو وروسته به په دغه هیواد کې سوله او کراري ټینګ شي ،خو نه یوازې دا کار نه دی شوی ،بلکې په دغه هیواد کې د وینو بهیدا نوره هم پسې زیاته شوې ده .

زمونږخبریال  د افغان سرچینو له قوله را پور راکړ د افغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ پرون مازدیګر په یوې خبر پاڼې کې  وئيلي دي،د افغانستان ولسمشر اشرف غني ناوخته د امریکا دملی امنیت له سلاکار رابرټ اوبراین سره په ټيلیفوني تماس کې د بین الافغاني خبرواترو زر ترزره پیلیدا  د سولې  د بهیر  او د تاؤتریخوالو د  کمیدا غوره لاره وبلله .

په راپور کې وئيلي شوي اشر فغني په دغو خبرو کې چې د افغانستان د سولې  دملی شورا مشرعبدا...عبدا...هم شتون درلود،وئيلی دي ،دامریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د روغې جوړې موافقه هاله بریالۍ کیدلی شي چې  په دغه هیواد کې ئې  ولس مثبتې نتیجې وویني 

په دغه ټلیفوني  خبرو کې د امریکا د ملی امنیت  سلاکار رابرت اوبراین هم وئيلي دي ،  امریکا   له یوه داسې  متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې  بیرته  د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نشي، ملاتړ کوي.

دواړو لورو د افغانستان د حکومت  او طالبانو تر مینځ پر مستقیمو مذاکراتو خبرې  کړې او ټینګارئې کړی ، چې دغه  خبرې اترې دې  زر پیل شي.

ډیری شناندي او کارپوهان وائي افغان ولس تمه درلوده چې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ په قطر کې  د سولې دموافقې له لاسلیک کیدو وروسته به په دغه هیواد کې سوله او کراري ټینګ شي ،خو نه یوازې دا کار نه دی شوی ،بلکې  په دغه هیواد کې د وینو بهیدا نوره هم پسې زیاته شوې ده .