اشرف غني په افغانستان کې د ملي دستر خوان پرانسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91569-اشرف_غني_په_افغانستان_کې_د_ملي_دستر_خوان_پرانسته_وکړه
زمونږخبریال وايي دا پروګرام دنړیوال بانګ په مرسته د افغانستان دکلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت له لورې د ملي پبوستون پرورګرام تر چتر لاندې پلی کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2020 09:26 Asia/Kabul
  • اشرف غني په افغانستان کې د ملي دستر خوان پرانسته وکړه

زمونږخبریال وايي دا پروګرام دنړیوال بانګ په مرسته د افغانستان دکلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت له لورې د ملي پبوستون پرورګرام تر چتر لاندې پلی کیږي.

جمهور ریس غني ددې پروګرام د پرانستی پر مهال ویل اوسمهال د اقتصادي ستونزو او کرونا ویروس دخپریدو دمخینوي په موخه د پورته شویو محافظتي ګامونو له امله دافغانستان ۹۰ سلنه وګړي د ولږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.

 جمهور ریس غني وویل د دسترخوان پر ملي پروګرام ۲۲۴ ملیونه ډالر لګول کیږي چې د نړیوال بانګ له لورې ورکول کیږي او هرې بې وزله کورنۍ ته  به د کوپون په ډول هره میاشت یوه اندازه اوړه، غوړي، چاې ،بوره او صابون ورکول کیږي.
تر دې وړاندی افغان حکومت د یوی(1) میاشتې لپاره پر بی وزله کورنیو دښاروالیو له لورې وچه ډوډۍ وویشله خو ویل کیږي چې په دغه پروسه کې  په پراخه توګه فساد شوی او حکومت یې له رسوایی او نیوکوسره مخ کړی دی.داچې د ملي دسترخوان پروګرام کې د فساد د مخنیوی لپاره کوم ګامونه پورته شوي وروسته به روښانه شي