له چابهاربندره دافغانستان لومړنۍ ټرانزیټي جوپه چین ته ولیږل شوه
په تیرو وختونو کې د افغانستان شیان دپاکستان د کراچۍ له لارې نورو هیوادونو ته لیږدول کیدل ، چې د چابهار بندر په وسیله د ښو او خوښو خدماتو د وړاندې کولو او د مناسبو پيلیټ فارمونو شتون ته په پام سره ، د افغانستان تاجرانو او د شیانو خاوندانو مقصد په لور د خپلو جوپو د منتقلولو لپاره له دغه سټراټژيک بندره استفادې سره ګروهنه زیاته شوې ده .
ایرناخبری آژانس راپور و رکړ ، د ایران دسیستان وبلوچستان ولایت د سمندري چارو اوبندرونو د ادارې عمومی مدیر بهروز آقائي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د افغانستان په وچو میوو مشتمله لومړنۍ ټرانزیټي جوپه د ا یران په جنوب ختیځ کې د چابهار د شهید بهشتي بندر څخه د چین تیانجین بندر ته ولیږدول شوه .
بهروز آقایی زیاته کړې ،دغه جوپه دچابهار بندر له لارې دهندوستان منډرا بندر ته استول شوي چې په دغه بندر کې له خالی کولو ورسته بیا په بلې کشتۍ کې د چین په لور لیږدول کیږي .
هغه روښانه کړې ده ، په تیرو وختونو کې د افغانستان شیان دپاکستان د کراچۍ له لارې نورو هیوادونو ته لیږدول کیدل ، چې د چابهار بندر په وسیله د ښو او خوښو خدماتو د وړاندې کولو او د مناسبو پيلیټ فارمونو شتون ته په پام سره ، د افغانستان تاجرانو او د شیانو خاوندانو مقصد په لور د خپلو جوپو د منتقلولو لپاره له دغه سټراټژيک بندره استفادې سره ګروهنه زیاته شوې ده .
د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت د بندرونو عمومي مدیر دډې خبرې په کولو سره چې د چابهار شهید بهشتي بندر دکنټينرو په وسیله دټرانسپورت دمنظمو سروسونو په رامینځةکولو سره د د آسیا د جنوب ، جنوب ختیځ او جنوبی هیوادونو سره د افغانستان او مینځنۍ آسیا د هیوادونو ترمینځ دتجارت د آسانولو لپاره لوړ ګامونه پورته کړي دي ټينګار کړی ،ددغه کریډور د پرانیستلو لپاره د چابهار شهید بهشتي بندر په نوي اقدام سره ،د ټرانزیټ دلګښتونو په اوڅاره کمیدا سربیره،دمقصد په ور له زیاټې چټکیتا سره دشیانو لیږدول دي