په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالو دوام
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چي د روان میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې تر ۴۰ زیات د تاوتریخوالو پېښې ثبت شوي دي.
دې کمېټې د یکشنبې په ورځ په خپل خپور کړي راپور کې ویلي چې د طالبانو او داعش ډلې په سلو کې د ۴۳ تشدد مسوولیت لري خو د تېر کال د ورته مودې په پرتله تاوتریخوالی یو څه کم شوی دی.
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ريیس نحیب شریفي ویلي، په دې هیواد کې خبریالان هم د وژل کېدو، ژوبلېدو او نورو پېښو په ګډون د تشدد ښکار شوي دي.
ده زیاته کړه «طالبان او داعش پر ژورنالیستانو د تشدد د ۱۸ پېښو مسوولیت په غاړه لري چې د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله خورا ډېرې پېښې دي.»
په دغه راپور کې افغان حکومت د ژورنالیستانو خلاف د ۱۳ پېښو مسوول بلل شوی خو په هیڅ یوه کې کوم ژورنالیست وژل شوی نه دی.
دې کمېټې افغان حکومت تورن کړی چې خبریالانو ته پوره معلومات نه ورکوي.
د خبر پای/.