د افغانستان طالبانو په قندهار کښې پولیس وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91658-د_افغانستان_طالبانو_په_قندهار_کښې_پولیس_وژلي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په قندهار کښې د پولیسو په مرکز د طالبانو په برید کښې اوه (۷) پولیس ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2020 09:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو په قندهار کښې پولیس وژلي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په قندهار کښې د پولیسو په مرکز د طالبانو په برید کښې اوه (۷) پولیس ووژل شول .

د قندهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر نن په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د طالبانو غړیو په «تخته پل» ولسوالۍ کښې په  «ملیډیر» کلي کښې د پولیسو په  مرکز برید وکړ او له کبله یې اوه(۷) پولیس مړه او څو نور ژوبل هم شول .

دغه راپور وايي چې په دغه برید کښې د طالبانو یوشمیر  غړي مړه او ژوبل هم شوي دي .

قندهار ولایت په تیرو ورځو کښې د طالبانو ډلې د حملو د زیاتیدا کتونکی دی .

طالبانو په قطر کښې له امریکا سره د سولې د تش په نامه د ماتي خوړلي موافقې له لاسلیک کیدا وروسته له تیرو دریو (۳) میاشتو راهسې تراوسه د افغانستان په بیلابیلو سیمو حملې زیاتې کړي دي .