د افغانستان د فاریاب یوه ولسوالۍ طالبانو نیولي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91672-د_افغانستان_د_فاریاب_یوه_ولسوالۍ_طالبانو_نیولي_ده
تسنیم خبري اژانس وايي ناتائید شوي خبرونه د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د طالبانو لاس ته د یوې (۱) ولسوالۍ د ورتلو ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2020 05:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فاریاب یوه ولسوالۍ طالبانو نیولي ده

تسنیم خبري اژانس وايي ناتائید شوي خبرونه د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د طالبانو لاس ته د یوې (۱) ولسوالۍ د ورتلو ښودنه کوي .

د فاریاب ولایت یوې (۱) امنیتي سرچینې وویل په کوهستان ولسوالۍ  باندې د طالبانو  له پرون ورځې برید وروسته دغه ولسوالۍ د دغه ډلې لاس ته ورغلي ده .

دغه امنیتي سرچینې وویل د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ په مرکز باندې د طالبانو په برید کښې څه دپاسه څلویښت(۴۰) امنیتي پوستې هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي .

تراوسه د افغانستان حکومتي  چارواکو او طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي او د فاریاب ولایت امنیتي او ځايي چارواکي هم له رسنیو سره مرکو ته نه دی چمتو شوي .

فاریاب د افغانستان د شمال یو(۱) ناامنه ولایت دی چې اویا (۷۰) فیصده خاوره یې د طالبانو په لاس کښې ده