د امریکا پوځیان د افغانستان له دوو اډو وتلي دي
زمونږخبریال وايي د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو دلومړۍ لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خیل وایی امریکایی ځواکونه د دیولایت د هسکی میني او اچین ولسوالیو کې له خپلو مرکزونو راووتل .
نوموړي وویل اوس په دغو مرکزونو کې پوله ساتي ځواکونه میشت شویدي خو نوموړي ونه ویل چې امریکایی ځواکونو خپلو پوځي تجهیزات دغو افغان ځواکونو ته پرې ایښی او که له ځان سره یی وړي دي.
د امریکا او طالبانوتر منځ څه باندی دوه(2) میاشتی وړاندی دقطر په پلازمینه دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې باید امریکایی ځواکونه له خپلې پینځه (۵) پوځي اډې خالي کړي او سرتیري یی له افغانستان څخه وتلي وائ .
څو ورځی وړاندی د امریکا ځواکونو اعلان وکړ چې د افغانستان په بیلابیلو سیموکې چې نومونه یی نه دي په ډاګه شوي پنځه پوځې اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلي دي .
دا مهال یوازی د جلال اباد په هوایی ډګر کې چې دهیواد په کچه دامریکایی ځواکونو ستر پوځي مرکز ګڼل کیږي امریکایی ځواکونه میشت دي .