افغان حکومت بين الافغاني خبرو اترو ته چمتووالے اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91738-افغان_حکومت_بين_الافغاني_خبرو_اترو_ته_چمتووالے_اعلان_کړ
افغان حکومت وایي، له طالبانو سره د بین الاافغاني خبرو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2020 12:52 Asia/Kabul
  • افغان حکومت بين الافغاني خبرو اترو ته چمتووالے اعلان کړ

افغان حکومت وایي، له طالبانو سره د بین الاافغاني خبرو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د سولې وزارت ویانده ناجیه انوري رسنیو ته ویلي، افغان حکومت تل د سولې لپاره ښه نیت ښودلی او اوس هم د بین الاافغاني خبرو لپاره په بشپړ ډول چمتو دي.

نوموړې زیاته کړه:موږ او د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې طالبان ژر تر ژره د خبرو لپاره چمتوالی وښیي، د باور فضا را منځته کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د دولت هغه بندیان چې د دوی سره دي ژر خوشي کړي تر څو خپلمنځی خبرې پیل شي.

نوموړې وایي، د بین الاافغاني مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ تدارکاتي، محتوایي، او تخنیکي چمتو والی لري.

هغې دغه راز د بندیانو د خلاصون په تړاو هم وویل، افغان حکومت د باور فضا جوړولو لپاره بندیان خوشي کړي او طالبان هم باید په دې برخه کې نرمښت وښیي.

نوموړې دغه څرګندونې وروسته تر دې وکړې چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو، افغان حکومت دي له لېسټ سره سم د دوي بندیان آزاد کړي تر څو له لوے اختر وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي او زیاته یې کړه چې دوی ورته په بشپړه توګه تیار دي.