د بین الافغانی خبرولپاره دټولو طالب بندیانوخوشي کول اړین دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91746-د_بین_الافغانی_خبرولپاره_دټولو_طالب_بندیانوخوشي_کول_اړین_دي
طالبانو په همداوروستیو کې ددې په ځاي چې خپل تاؤټریخوالي کم کړي،د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ئې خپلې حملې نوره هم زیاتې کړي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2020 07:07 Asia/Kabul
  •   د بین الافغانی خبرولپاره دټولو طالب بندیانوخوشي کول اړین دي

طالبانو په همداوروستیو کې ددې په ځاي چې خپل تاؤټریخوالي کم کړي،د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ئې خپلې حملې نوره هم زیاتې کړي دي

ایرنا خبري آژانس راپور ورکړپه قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر  ویندوي  سهیل شاهین  بیګا په یولړ څرګندونو کې  وئيلی دي ، دغه ډله تیاره ده څو تر لوي اختر پورې  دافغانستان له حکومت سره خبرې اترې پیل کړي ، په دې شرط چې  د حکومت له خوا د دوي  غوښتل شوي درست بندیان خوشي شي .

په عین حال کې د طالبانو دغه ویندوی نن  هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل دحکومت له خوا د خوشي شوو طالب بندیانو د بیرته  جنګ ډګر ته د تلو په اړه د حکومتي ادعاګانو په ردولو سره  وئيلی دي دغې ډلې خوشي شووو  ټولو طالبانو ته وئیلي دي ،پخپلو کورونو کې دې کیښني او  دجنګ ډګر  ته دې لاړ نشي .  هغه په عین حال کې مدعي  شوی چې  دافغانستان امنیتی ماموران  خوشي شوي طالبان بیرته نیسي . داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان د ملی امنیت دشورا ددفتر ویندوي جاوید فیصل  په همداوروستیو کې د خوشي شوو طالب بندیانو د بیرته جنګ  ډګر ته د  دنګلو  خبره کړې وه .

وئيل کیږي  چې د  افغانستان حکومت بیګا هم نور پنځوس طالبان بندیان خوشي کړي دي .

 د افغانستان حکومت تردې دمه څلور زره څلور سوه نوي  طالب بندیان خوشی کړي او طالبانو ډلې هم  اته سوه شل حکومتی بندیان خوشي کړی دي.

 د افغانستان حکومت  وئيلي دي ، پنځه سوه دوه نوي طالب بندیان  دځينو حقوقي  مسئلو او جنایتونو په دلیل نه خوشي کوي .

ټاکل شوې ده ، د افغانستان له حکومت سره  د اړونده  زرو بندیانو په بدل کې  پنځه زره  طالب بندیان د لورو له خوا خوشي شي .

 ددغو بندیانو خوشي کیدا   په افغانستان کې د سولې دخبرواترو د بیرته پیلیدا یو مهم  وارمخکې شرط دی .

  په عین حال کې  طالبانو په همداوروستیو کې   ددې په ځاي  چې خپل تاؤټریخوالي کم کړي،د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ئې خپلې حملې نوره هم زیاتې کړي دي