خوشې شوې طالبان نیول کېږي او بېرته زندانونو ته استول کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91764-خوشې_شوې_طالبان_نیول_کېږي_او_بېرته_زندانونو_ته_استول_کېږي
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د ملي امنیت له‌خوا د دوی یو شمېر هغه بندیان بېرته نیول کېږي چې تازه له بنده خوشې شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2020 01:26 Asia/Kabul
  • خوشې شوې طالبان نیول کېږي او بېرته زندانونو ته استول کېږي

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د ملي امنیت له‌خوا د دوی یو شمېر هغه بندیان بېرته نیول کېږي چې تازه له بنده خوشې شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د ملي امنیت له‌خوا په خوشې شویو بندیانو چاپې وهل کېږي، نیول کېږي او بېرته زندانونو ته استول کېږي."
د طالبانو ویندوی شاهین د حکومت د دې کار د ناوړه پایلو په اړه هم خبرداری ورکوي او زیاتوي، دوی خپلو خوشې شويو بندیانو ته ویلي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د جګړې ډګر ته ستانه نه‌شي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا وايي، که څه هم طالب بندیانو سوګند ياد کړی چې بیا به جګړې ته نه‌ګرځي، خو یو شمېر یې بیا د خلکو پر ضد وسله‌ پورته کړې ده.
د ملي امنیت شورا ویندوی جاوېد فیصل وویل: "طالبان باید په دې برخه کې خپل تعهدات عملي کړي. دوی ټول اسیران خوشې کړي، تاوتریخوالی کم کړي، جګړې ته د جنګیالیو د بېرته ګرځېدو مخه ونیسي او د سولې مخامخ خبرې ژر پیل کړي."