د افغانستان او د ملګروملتونو چارواکو کتنه وکړه
اریانیوز خبري اژانس وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د خپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو د دفتر یوناما(United Nations Assistance Mission in Afghanistan) له ځانګړي استازي ډیبورا لیونز سره کتنه وکړه او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یې خبرې اترې وکړې .
محمد حنیف اتمر او ډیبورا لیونز نن په کابل کښې د جنګ د پراخیدا ، د ناامنۍ د دوام ، د افغانانو ترمینځ د سولې د خبرو اترو د زمینې د برابرولو لپاره د طالبانو او د حکومتي عسکرو خوشي کیدا او د تبادلې او د سولې او اوربند د ټینګیدا په هکله د نظر تبادله وکړه .
په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر له دې مخکې له طالبانو ډلې غوښتي وو چې زر تر زره د افغانانو ترمینځ د سولې خبرې اترې پیل کړي او جنګ پاې ته ورسوي .
دا په داسې حال کښې دي چې په دغه کتنې کښې د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د دفتر ځانګړي استازي په دغه هیواد کښې د امریکا نولس (۱۹) کلن شتون ته چې په دغه هیواد کښې د جنګ ، د خلکو د وژلې ، د فساد او د ترهګرۍ ، ناامنۍ او د نشه ییزو موادوو د تولید او قاچاق اصلي عامل دی هیڅ اشاره ونکړه .