د افغانستان جګړې زیات ملکیان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91786-د_افغانستان_جګړې_زیات_ملکیان_وژلي_دي
زمونږ خبریال وايي ملګري ملتونه وايي، که څه هم د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه شوې خو په خبره یې دغه جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره تر ټولو وژونکې ده. یوناما په خپل تازه رپوټ کې -چې نن خپور شوی- ویلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې درې نیم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2020 11:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان جګړې زیات ملکیان وژلي دي

زمونږ خبریال وايي ملګري ملتونه وايي، که څه هم د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه شوې خو په خبره یې دغه جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره تر ټولو وژونکې ده. یوناما په خپل تازه رپوټ کې -چې نن خپور شوی- ویلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې درې نیم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما دغه رپوټ کې ویلي چې د نړيوالو ځواکونو او د داعش خراسان څانګې ترمنځ د عملیاتو د کمښت له کبله د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې خو دا بنسټ وايي، په دې موده کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه هېڅ نه ده کمه شوې.

دغه بنسټ د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتو او پکې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ډېروالي پر سر دغو دواړو لورو ته ګوته نیولې چې د سولې فرصت په جګړه تېروي.

دغه رپوټ نن (۶ زمری / ۲۷ جولايي) خپور شوی.