افغان ولسمشر د طالبانو د ډزبندۍ هرکلے وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قربانۍ د اختر په مناسبت د طالب ډلې درې ورځنۍ ډزبندۍهرکلے وکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغان ولسمشر وياند صديق صديقي پرون د طالب ډلې لخوا د قربانۍ د اختر په مناسبت د درې ورځنۍ ډزبندۍ د اعلان په ردعمل کښې وويل: اشرف غني د افغانستان ټولو فوځيانو ته حکم ورکړے دے چې د درې ورځنۍ ډزبندۍ خيال دې وساتي او تر هغه وخته چې د طالب ډلې لخوا د ډزبندۍخلاف ورزي ونه شي هيڅ عمليات دې ترسره نه کړي.
صديقی زياته کړه ، د درې ورځنۍ ډزبندۍ اعلان يو مهم ګام دے خو د افغانستان خلق د دائمي ډزبندۍ او د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د صلحې د نېغ په نېغه خبرو اترو شروع کېدو غوښتونکي دي.
هغه تاکيد وکړ، د دغه هېواد حکومت د صلحې او ثبات د ټينګښت لپاره د صلحې په بهير کښې خپلې ژمنې پوره کړې او د تاوتريخوالو د دوام لپاره يې هيڅ بهانه نه ده پرېښودې.
طالب ډلې د قربانۍ د نېکمرغه اختر په مناسبت پرون په ټول افغانستان کښې درې ورځنۍ ډزبندي اعلان کړه او له خپلو ځواکونويې وغوښتل چې په افغان ځواکونو دې هيڅ ډول حمله ونه کړي.