عبدالله پاکستان ته دعوت شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91829-عبدالله_پاکستان_ته_دعوت_شو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 29, 2020 02:55 Asia/Kabul
  • عبدالله پاکستان ته دعوت شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د افغان رسنيو له مخې ،د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپل يو ټویټ کښې لیکلي دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته د شاه محمود قریشي له لوري بلنه ورکړل شوي ده. نوموړي وويل چې د افغانستان او پاکستان تر مینځ تعلقات د رغیدو په حال کې دي او په همدې موخه د مصالحې د عالي شورا رییس ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړل شوي ده. صادق ددغه سفر د دقیقې نیټې په اړه معلومات وړاندې کړي نه دي؛مګر ویلي یې دي چې په مناسبه نیټه باندې به ترسره شي. د مصالحې شورا دفتر ریاست په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دے.