پاکستان کښې د افغانستان سفیر استعفا ورکړه
Jul 30, 2020 03:15 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر شکر الله عاطف مشعل پرون ولسمشر اشرف غني ته په یو لیک کښې خپله استعفا اعلان کړه.
د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر شکر الله عاطف مشعل پرون ولسمشر اشرف غني ته په یو لیک کښې خپله استعفا اعلان کړه.
خبر زیاتوي چې عاطف مشعل د خپلې استعفا وجه، د بریتانیا په یو پوهنتون کښې د زده کړو دوام وباله او په عین حال کښې یې ځیني مسائل هم د خپلې استعفا وجوهات بللي خو د هغو ماهیت ته یې هیڅ اشاره نه ده کړې.
په دې وروستیو کښې د پیښور یو بازار ته د شکر الله عاطف مشعل تګ ځینې ګونګوسې راپارولي او هم دغه چاره کابل ته د هغه د وربلل کیدو سبب وګرځیدله او داسې ښکاري چې له سفارته یې استعفا هم له دغې موضوع سره نااړونده نه وي.
ټیګونه