امریکا په افغانستان کې په سولې پسې نه ده
د افغانستان د پوهنتون دغه استاد او دسیاسی چارو کارپوه زیاته کړې ، امریکاد داسې نوو ډلوټپلو په جوړولو پسې ده څو په افغانستان کې د نښتو او تاؤتریخوالو د دوام لپاره دطالبانو رول په غاړه واخستل شي .
د افغانستان د چارو یو کارپوه او تکړه شناندي محمد عارفي ایرنا خبری اژانس سره په خصوصي خبرو کې په افغانستان کې داوږدمهاله شتون د دوام لپاره د امریکا هلوځلو ته په اشارې سره وئيلی دي ، واشنګټن ددې لپاره چې په افغانستان کې دایمي سوله اوثبات واکمن نشي ، په دوامدار ډول په دسیسو جوړولو بوخت دی .
د افغانستان د پوهنتون دغه استاد او دسیاسی چارو کارپوه زیاته کړې،امریکاد داسې نوو ډلوټپلو په جوړولو پسې ده څو په افغانستان کې د نښتو او تاؤتریخوالو د دوام لپاره دطالبانو رول په غاړه واخستل شي .
په عین حال کې،د افغانستان د پخواني ولسمشر د دفتر د وخت مشر عبدالکریم خرم هم په همداورووستیو کې له افغانستانه د امریاکئی پوځيانو د ویستلو لپاره د امریکا پلان دروغ بللی او وئيلي ئې دي ، واشنګټن د وسلوالو ډلو ټپلو دجوړولو له لارې په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکوي .
د افغانستان زیاتره سیاستوالان اوولس په کرتو په افغانستان کې بهرني عسکر د اړۍ ګړۍ د زیاتولو او د تاؤتریخوالي د زیاتولو عامل بللي او له خپل هیواده ئې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنې کړي دي .