طالب ډلې افغان حکومت ته خبردارے ورکړ
طالب ډلې د دغې ډلې د باقي پاتې بنديانو د نه ازادولو په اړه افغان حکومت ته خبردارے ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د قطر په دوحه کښې د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د څلور سوه طالب بنديانو د برخليک د ټاکلو لپاره د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې د جوړولو په غبرګون کښې وويل، د بنديانو د آزادېدو په بهير کښې د هر ډول ځنډ به د جنګ د دوام په معنا وي.
هغه زياته کړه، په ټول افغانستان کښې د طالبانو لخوا د افغان حکومت د زرو بنديانو د ازادولو بهير تکميل شوے دے او کابل هم پکار دي د دغې ډلط باقي پاتې بنديان آزاد کړي.
افغان حکومت ژمنه کړې ده چې د څلور سوو طالب بنديانو چې په قول يې د جرائمو په ارتکاب تورن دي پينځه سوه نور طالب بنديان آزاد کړي چې نن به دغه بهير ختم شي.
طالبان د خپلو ټولو لسو زرو بنديانو چې لېسټ يې افغان حکومت ته ورکړےدے د آزادولو غوښتونکي دي.