طالب ډلې افغان حکومت ته خبردارے ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91989-طالب_ډلې_افغان_حکومت_ته_خبردارے_ورکړ
طالب ډلې د دغې ډلې د باقي پاتې بنديانو د نه ازادولو په اړه افغان حکومت ته خبردارے ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 10:23 Asia/Kabul
  • طالب ډلې افغان حکومت ته خبردارے ورکړ

طالب ډلې د دغې ډلې د باقي پاتې بنديانو د نه ازادولو په اړه افغان حکومت ته خبردارے ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د قطر په دوحه کښې د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين  د څلور سوه طالب بنديانو د برخليک د ټاکلو لپاره د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې د جوړولو په غبرګون کښې وويل، د بنديانو د آزادېدو په بهير کښې د هر ډول ځنډ به د جنګ د دوام په معنا وي.

هغه زياته کړه، په ټول افغانستان کښې د طالبانو لخوا د افغان حکومت د زرو بنديانو د ازادولو بهير تکميل شوے دے او کابل هم پکار دي د دغې ډلط باقي پاتې بنديان آزاد کړي.

افغان حکومت ژمنه کړې ده چې د څلور سوو طالب بنديانو چې په قول يې د جرائمو په ارتکاب تورن دي پينځه سوه نور طالب بنديان آزاد کړي چې نن به دغه بهير ختم شي.

طالبان د خپلو ټولو لسو زرو بنديانو چې لېسټ يې افغان حکومت ته ورکړےدے د آزادولو غوښتونکي دي.