د جلال آباد په هوايي ډګر کښې نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91996-د_جلال_آباد_په_هوايي_ډګر_کښې_نښته_شوې
د جلال آباد په مرکزي زندان باندې د داعش له حملې وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونه د دغه ښار هوايي ډګر ته څیرمه له وسله والو سره ښکیل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2020 00:05 Asia/Kabul
  • د جلال آباد په هوايي ډګر کښې نښته شوې

د جلال آباد په مرکزي زندان باندې د داعش له حملې وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونه د دغه ښار هوايي ډګر ته څیرمه له وسله والو سره ښکیل شول.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې هوايي ډګر ته څیرمه پرون مازیګر د رامینځته شوې نښتې د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله تراسه کوم رپورټ نه دی رارسیدلې.

دا نښته په داسې حال کښې پیل شوې چې د جلال آباد ښار محبس ته څیرمه د داعش ډلې له ترهګرو سره د افغان پوځیانو سخته نښته پرون ماسپښین پاې ته ورسیدله.

د وړمې ورځې له مازیګره په پیل شوې دغې نښتې کښې د دواړو لورو او هم داشان ملکي وګړو څخه ۳۷ کسان وژل شوي دي.