په افغانستان کښې دې صلحه ټینګه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92001-په_افغانستان_کښې_دې_صلحه_ټینګه_شي
پاکستان کښې د چین سفیر په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د صلحې د ټیګولو لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2020 01:46 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې دې صلحه ټینګه شي

پاکستان کښې د چین سفیر په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د صلحې د ټیګولو لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.

پاکستان کښې د چین سفیر په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د صلحې د ټیګولو لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.

د پاکستان جیو ټي وي چینل خبر ورکړی چې یاو جِنګ پرون په یوه وینا کښې وویل: بې له شخړې او کرار افغانستان به په سیمه کښې د ثبات او امنیت د رامینځته کیدو سبب شي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د صلحې په بهیر کښې د پاکستان په رول باندې سترګې پټول نه دي پکار.

د پاکستان له­پاره د چین د سفیر دا وینا په داسې حال کښې ده چې له دې مخکښې هم د چین خارجه وزارت له اسلام آباد سره د سټراټیجکو او پوځي اړیکو پراختیا ته د بیجنګ د ګروهنې خبره کړې وه.