له طالب لوړرتبه چارواکي سره د امريکې د خارجه وزير صلاح مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92024-له_طالب_لوړرتبه_چارواکي_سره_د_امريکې_د_خارجه_وزير_صلاح_مشورې
د امريکې د تاوتريخوالو زېږونکو او مداخلت کونکو اقداماتو په دوام کښې د دغه هېواد خارجه وزير مائک پومپئو او د طالب ډلې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د حالاتو په اړه ټيلفوني خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2020 01:19 Asia/Kabul
  • له طالب لوړرتبه چارواکي سره د امريکې د خارجه وزير صلاح مشورې

د امريکې د تاوتريخوالو زېږونکو او مداخلت کونکو اقداماتو په دوام کښې د دغه هېواد خارجه وزير مائک پومپئو او د طالب ډلې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د حالاتو په اړه ټيلفوني خبرې اترې وکړې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په قطر کښې دطالب ډلې د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين پرون وويل، په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې دواړو خواو د افغانستان د خبرو اترو د بهير په اړه د نظر تبادله وکړه.

دغه خبرې اترې په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې او امریکې په تېرې فرورۍ کښې په افغانستان کښې د حملو او تاوتريخوالو د کمېدو او ختمېدو لپاره د تش په نامه صلحې موافقه ليک دستخط کړ خو د دې باوجود د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې حالات لا زيات خراب شوي دي.