ملا برادرد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې سره وکتل
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه دفتر سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر او ورسره پلاوي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې مېرمن دیبورا لیونز سره وکتل.
د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند په وینا، دواړو لورو د طالب بندیانو پر ژر تر ژره خلاصون او د بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار وکړ.
شاهین زیاتوي طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې سره د سولي د بهیر پر مختلفو اړخونو، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي پر مخنیوی او د بشري حقونو د خوندیتوب په هکله خبري اترې وکړ.
طالبان پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې د افغان رسنیو په وحواله ټاکل شوې سبا د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو او سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه جوړه شي.
که دا جرګه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه وکړي، تر خلاصون وروسته به یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.
طالبانو تر اختر وړاندې ویلي و، که د افغانستان حکومت تر اختر پورې د دوی ټول بندیان ازاد کړي، دا ډله تر اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته بشپړه چمتو ده.