د افغانستان په کندهار ولایت کې د پاکستان پرضد مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92096-د_افغانستان_په_کندهار_ولایت_کې_د_پاکستان_پرضد_مظاهرې
لویدیځ استعماری قدرتونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کې د خپل ویجاړونکی شتون د دوام لپاره د زمینې برابرولو په لټه کی دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2020 11:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان په کندهار ولایت کې د پاکستان پرضد مظاهرې

لویدیځ استعماری قدرتونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کې د خپل ویجاړونکی شتون د دوام لپاره د زمینې برابرولو په لټه کی دي .

 

د افغانستان د کندهار په سلګونو کسانو په سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستانی عسکرو د وروستۍ حملې په غبرګون کی مظاهرې ترسره کړې .

په دغومظاهرو کی ګډون کونکیو د پاکستان ضد شعارونو په ورکولو سره  د افغانستان په خاورې د دغه هیواد د عسکرو وروستۍ حملې وغندلې . اعتراض کونکیو خبرداری ورکړ که پاکستانی عسکرو بیا دغه ډول خوځښتونه وکړل نو سخت ځواب به ورته ورکړی .

په سپین بولدک د پاکستان له خاورې په توغندویو حملو د کندهار ولایت د خلکو غبرګون ښی چی په دغه ډول اقداماتو غبرګون په افغانستان کی له رسمی او ډیپلوماټیکو اعتراضونو وراخوا نوی پړاو ته ورداخل شوی دی .

په وروستیو اونیو کی د پاکستان له خاورې د افغانستان د ختیځ د سرحدی ولسوالیو په ځینو سیمو توغندوی حملې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالی سبب شوی دي . کابو ۱۵ ورځې مخکې هم د پاکستان له خاورې د کنړ ولایت په شلتان ولسوالۍ په توغندوی حمله کې یو شمیر کسان مړه او ژوبل شوی وو . د دغه ډول اقداماتو په دوام سره د دواړو هیوادونو په اړیکو کی تاوتریخوالې په زیاتیدو دې  چی دواړو هیوادونو لپاره منفی پایلې درلودلې شی .

دې ته په پام سره چی افغانستان او پاکستان د ترهه ګرو ډلو له لوری له ګډ ګواښ سره مخامخ دي ، سیاسی تاوتریخوالی او سرحدی نښتې یوازې د افراطی دلو د هدفونو د تحقق لپاره زیات فرصت برابروی او دغه دواړه هیوادونه له مخکې زیات له بی ثباتۍ او ناامنۍ سره مخامخوي .

په تیره بیا دا چی لویدیځ استعماری قدرتونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کې د خپل ویجاړونکی شتون د دوام لپاره د زمینې برابرولو په لټه کی دي .

په داسې شرایطو کی چی امریکا په قطر کی له طالبانو سره د سولې په موافقه کې  له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو ژمنه کړی ده ، د افغانستان او پاکستان د سرحدی شخړو دوام  له افغانستانه د وتلو په اړه د خپلې بې لوظۍ په لاره کی د سپینې ماڼۍ لپاره تازه پلمه برابرولې شی .

په دې اساس تمه کیږی د پاکستان او افغانستان لوړ رتبه چارواکی د خپلو او سیمې د شرایطو په دقیق درک کولو سره  د دوحې د موافقې په چوکاټ کې له افغانستانه د وتلو لپاره د خپلې ژمنې د اجرا لپاره د امریکا د پلمې جوړونې د مخنیوی په هدف  له ترهه ګرۍ سره د اغیزمنې مقابلې لپاره د ګډې ملګرتیا زمینه برابره کړی .

په تیره بیا دا چی په ۲۰۱۴ کال کی د کابل او واشنګټن ترمینځ د ناکامه امیتی تړون په چوکاټ کې  سپینه ماڼۍ ژمنه شوی وه چی د بهرنیو حملو په وړاندی له افغانستانه ملاتړ وکړی چی ممکنه ده د افغانستان او پاکستان وروستۍ سرحدی شخړې  په افغانستان کی د امریکایی عسکرو د شتون د دوام د سپیناوی لپاره د سپینې ماڼۍ د چارواکو د فرصت غوښتنې سبب شي .

د تیرو کلونو تجروبې ښودلی ده هر وخت چی  له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په څرنګوالی کې د پاکستان او افغانستان د متفاوت دریځ له امله د تاوتریخوالیو په لارو کی د دواړو هیوادونو اړیکی راغلی دي ، نو د ترهه ګرو ډلو د مرګونو حملو د دواړو هیوادونو د تاوانی کیدا لپاره  زیاته زمینه برابره شوی ده .