د لوې جرګې د غونډې په دویمه ورځ
طالبانو د کابل پر والي برید کړی
د طالب ډلې وسله والو د افغانستان د پلازمینې کابل په والي باندې حمله وکړه.
د طالب ډلې وسله والو د افغانستان د پلازمینې کابل په والي باندې حمله وکړه.
د کابل د ولایت مقام ویاند ناصر مهري نن وویل چې د کابل ولایت په والي محمد یعقوب حیدري باندې په شکردره ولسوالۍ کښې د طالبانو له خوا حمله وشوه چې له امله یې یو افغان پوځي وژل شوی دی.
مهري دې ټکي ته په اشارې سره چې په دغه حمله کښې د کابل والي ته زیان نه دی رسیدلې، زیاته کړه چې په یاد برید کښې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل په والي باندې د طالبانو حمله په داسې حال کښې ده چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادۍ په لړ کښې د فیصلې او د صلحې خبرواترو ته د چمتووالي په هکله د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې دوه ورځنۍ غونډه له پرون څخه پیل شوې او نن هم دوام لري.